ملا عبدالقدیر نظیر د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د نوي رئیس په توګه وټاکل شو
نوموړی د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي له لوري، چې د یاد وزارت یو شمېر نورو مسؤلینو او کارکوونکو هم شتون درلود، د یاد ریاست کارکوونکو ته ور وپېژانده.
ملا عبدالقدیر نظیر د عامې روغتیا وزارت د مقام وړاندیز او د ریاستالوزراء عالي مقام د حکم له منظورۍ وروسته، د یاد وزارت د تدارکاتو د نوي رئیس په توګه ټاکل شوی او په یوه رسمي غونډه کې د تدارکاتو ریاست کارکوونکو ته معرفي شو.
د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي ملا عبدالقدیر نظیر ته په ورسپارل شویو چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه او د تدارکاتو ریاست له کارکوونکو وغوښتل، چې د پخوا په څېر له نوي رئیس سره هم خپلو همکاریو ته دوام ورکړي؛ څو د کاري بهیر په ترسره کېدو کې د ځنډ او خنډ مخه ونیول شي.
