د عامې روغتیا وزارت د ستوماتولوژۍ تخصصي او ثالثي روغتون په روان کال کې ۱۸ زره او ۷۷۳ لوی او واړه جراحي عملیات ترسره کړي دي
له دې ډلې څخه ۸۰۶ لوی او ۱۷ زره او ۹۶۷ واړه جراحي عملیات دي، چې ټول د افغان متخصصو او مجربو ډاکټرانو له لوري ترسره شوي دي.
همدارنګه، په یاد روغتون کې ۴۶ زره او ۲۶۹ ناروغانو ته (OPD) او ۸۴۹ ناروغانو ته داخل بستر (IPD) روغتیايي خدمتونه په وړیا توګه وړاندې شوي دي.