د رواني روغتيا په اړه د عامه پوهاوي غونډه
د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلی مولوي عبدالولي حقاني د رواني روغتيا په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې:
د عامې روغتيا وزارت له لوري د رواني روغتيا د تامين لپاره هڅې چټکې شوي او په دې برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي، خدمات پراخ شوي او د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د رواني روغتيا اړوند روغتيايي مرکزونو جوړ شوي دي.
