بلخ ولایت کې د دولتي او خصوصي روغتیايي مرکزونو وضعیت وارزول شو
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد له تخنیکي پلاوي سره بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له سیمه يیز روغتون، د یو شمېر خصوصي روغتونونو او روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه وکړه.
د یادو لیدنو پر مهال د روغتیايي خدمتونو کیفیت، د کارکوونکو حاضري، د درملو او طبي وسایلو وضعیت، د روغتیا ساتنې شرایط او د روغتیايي معیارونو د تطبیق څرنګوالی و ارزول شو.
همدارنګه، د نیمګړتیاوو د حل او روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه والي په موخه اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې.
د دغه سفر موخه د روغتیايي مرکزونو د فعالیتونو ارزونه، د روغتیايي قوانینو او معیارونو د تطبیق پیاوړتیا او د هېوادوالو لپاره د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر ښه والی بلل شوی دی.
