بلخ ولایت کې د دولتي او خصوصي روغتیايي مرکزونو وضعیت وارزول شو
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد له تخنیکي پلاوي سره بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د بلخ ولسوالۍ له 50 بستریز روغتون، شولګرې ولسوالۍ له 50 بستریز روغتون، اقتپه روغتيايي مرکز، خواجه سکندر اساسي روغتيايي مركز، کلدار ولسوالۍ اساسي روغتيايي مركز، چهاربولک روغتیایی مرکز، حیرتان روغتيايي مركز او له یو شمیر خصوصی روغتونونو او کلینیکونو لکه افتاب روغتون، جیحون روغتون، پیمان کلینیک، مولانا روغتون، کیهان روغتون، افغان اوزبیک روغتون، امید بخش سراپاکلینیک، المدینه کلینیک، حكيم فردوسي روغتون، مزار انټرنیشنل روغتون څخه لیدنې وکړې.
د یادو لیدنو پر مهال د روغتیايي خدمتونو کیفیت، د کارکوونکو حاضري، د درملو او طبي وسایلو وضعیت، د روغتیا ساتنې شرایط او د روغتیايي معیارونو د تطبیق څرنګوالی و ارزول شو.
همدارنګه، د نیمګړتیاوو د حل او روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه والي په موخه اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې.
د دغه سفر موخه د روغتیايي مرکزونو د فعالیتونو ارزونه، د روغتیايي قوانینو او معیارونو د تطبیق پیاوړتیا او د هېوادوالو لپاره د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر ښه والی بلل شوی دی.
