خبرتیا!

rasooli_admin
moph

 موضوع: د عامې روغتیا وزارت د سترګو ګرځنده روغتیايي پاملرنې ټیم فراه ولایت ته سفر وکړ

د فراه ولایت ټولو درنو اوسېدونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت د سترګو ګرځنده روغتیايي پاملرنې ټیم د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د ړوندوالي کچې کمولو په موخه، د ۱۴۰۵ کال د لړم (عقرب) میاشتې له ۹مې نېټې څخه تر ۲۳مې نېټې پورې د فراه ولایت د عامې روغتیا ریاست ته سفر کوي او د دغه ولایت بې‌وزلو اوسېدونکو ته به د سترګو لاندې وړیا روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

- د سترګو د کترکت ۵۰۰ عملیات

- د مطالعې لپاره د نږدې لید، ۱۰۰۰ عینکو وېش

- د ۴۰۰۰ څخه تر ۴۵۰۰ تنو ناروغانو لپاره د اړینو درملو وېش

له همدې امله، د فراه ولایت له هغو درنو اوسېدونکو څخه چې د سترګو په ناروغیو اخته دي، غوښتنه کېږي چې د یادې مودې په ترڅ کې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست ته مراجعه وکړي او د عامې روغتیا وزارت د سترګو د روغتیايي پاملرنې د ګرځنده ټیم له وړیا خدمتونو څخه ګټه واخلي.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۲۴
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت ۳۴ مسلکي بستونه اعلان ته سپارلي دي.

په شرایطو برابر کسان کولای شي د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې له ۷ مې نېټې څخه تر ۱۷ مې نېټې پورې خپل غوښتنلیکونه له اړینو اسنادو سره . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۸:۵۳
Background image

خبرتیا!

 موضوع: د عامې روغتیا وزارت د سترګو ګرځنده روغتیايي پاملرنې ټیم فراه ولایت ته سفر وکړ

د فراه ولایت ټولو درنو اوسېدونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت د سترګو ګرځنده روغتیايي . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۶:۹
Background image

د جامع متفرقه عملي (Comprehensive) ازموینې په اړه د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

ټاکل شوې ده، چې د اکمال تخصص پروګرام هغو محترمو فارغو ډاکټرانو څخه، چې په تحریري ازموینه کې بریالي شوي دي، د روان کال د لړم (عقرب) میاشتې په ترڅ کې د مرکز په تخصصي روغتونونو کې جامع . . .

Back to announcements