د عامې روغتیا وزارت د وینې ملي بانک له لوري په بهرنیو چارو وزارت کې د خوندي وینې راټولولو او عامه پوهاوي یو ورځنی کمپاین ترسره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۹:۳۰
MOPH

په دغه کمپاین کې د بهرنیو چارو وزارت ۳۴ تنو مسؤلينو او کارکوونکو د وینې ورکولو په بهیر کې فعاله ونډه واخیسته او د اړمنو ناروغانو د ژغورنې په موخه یې ټولټال ۱۷ زره سي‌ سي وینه د وینې ملي بانک ته ورکړه.

یاده وینه د وینې ملي بانک د کارکوونکو له لوري بانک ته ولېږدول شوه، چې له اړینو لابراتواري معایناتو او  خوندیتوب له ارزونې وروسته به اړمنو ناروغانو ته ووېشل شي.

د يادونې وړ ده، چې د وینې ملي بانک هڅه کوي، د وینې ورکولو کمپاینونو او عامه پوهاوي پروګرامونو له لارې د وینې زېرمه پیاوړې کړي، د وینې د کمښت مخه ونیسي او د اړمنو ناروغانو اړتیاوو ته پر وخت او خوندي ډول رسېدنه وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۹:۴۶
Background image

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د غور او بلخ ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې د یادو ولایتونو د روغتیايي خدمتونو د شته وضعیت، موجودو ستونزو حل، د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړولو او پراختیا په اړه بحث او خبرې وشوې.

د غور د عامې روغتیا رئیس، مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۹:۴۰
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د فراه له والي، ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې په فراه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو پر پراختیا، خلکو ته د لا غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او د شته ستونزو د حل په اړه خبرې وشوې.

د فراه والي د عامې روغتیا وزارت له. . .

BACK TO NEWS