د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت کې د اړتیاوو ثبت او پلان جوړونې په اړه روزنیز ورکشاپ ترسره شو
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت په عمومي تالار کې د راتلونکي مالي کال لپاره د اړتیاوو د کره ثبت او تدارکاتي پلان د ترتیبولو لارښود په اړه یو ورځنی روزنیز ورکشاپ د یاد معینیت د رئیسانو، آمرینو او اجرائیوي مدیرانو په ګډون ترسره شو.
په دغه ورکشاپ کې د اړتیاوو د دقیق پلان جوړونې، د واقعي اړتیاوو تشخیص، د معلوماتو سم ثبت، د توکو د مدیریت او له مالي سرچینو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې د اهمیت په اړه معلومات وړاندې شول. همدارنګه، ګډونوالو ته د فورمو د ډکولو او تدارکاتي پلان د ترتیبولو لارې چارې هم تشریح شوې.
دغه ورکشاپ د اداري مسؤلینو د ظرفیت لوړولو، د پلان جوړونې او تدارکاتو بهیر د ښه والي، د اړتیاوو په ثبت کې د شفافیت تأمین او د غیرضروري لګښتونو د مخنیوي په موخه جوړ شوی و.
