د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د ۴۴ میلیونه افغانیو په لګښت د يو عمومي روغتون (GH) د جوړېدو ډبره کېښوده
په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د ننګرهار مرستیال والي مولوي غلام الرحمن حیدري، د عامې روغتيا وزارت د مقام د دفتر لوی رئيس شيخ محمد طاهر حليم، د ولایت د مقام سلاکار مولوي شمس العارفین، د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف، د دره نور ولسوال مولوي عبدالله رحماني، قومي مخورو او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی و.
د عامې روغتیا وزیر وویل: د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ځانګړي فرمان له مخې په ټول هېواد کې عمومي روغتونونه جوړېږي، چې د دره نور نوی روغتون هم له همدې روغتونونو څخه دی.
ښاغلي وزير ډاډ ورکړ، چې یاد روغتون ته به مسلکي تشکیل، اړین وسایل او امکانات برابر شي؛ تر څو د سیمې د خلکو روغتیايي ستونزې حل شي.
د ننګرهار مرستيال والي، د دره نور ولسوال، قومي مخورو او ځايي اوسېدونکو د دې پروژې د پیل هرکلی وکړ او د عامې روغتیا وزارت له پاملرنې یې مننه وکړه.
