د باکټریالوژي کلچر او انټي‌ بیوګرام پنځه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۸:۴۳
moph

د عامې روغتیا وزارت د مرکزي لابراتوارونو آمریت له لوري د لابراتواري خدمتونو د کیفیت لوړولو او د میکروبونو پر وړاندې د میکروب‌ ضد درملو د مقاومت (AMR) د تشخیص او کنټرول وړتیا د پیاوړتیا په موخه د باکتریالوژي کلچر او انټي‌ بیوګرام پنځه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو.

په دغه روزنیز پروګرام کې د ولایتي او سيمه ييزو لابراتوارونو او د مرکزي لابراتوارونو آمریت اړوندو برخو ۱۵ مسلکي کارکوونکو ګډون کړی و.

د پروګرام په ترڅ کې ګډونوالو ته د باکتریالوژيکي کلچر اصول، د بېلابېلو نمونو د کلچر عملي کړنلارې، د باکتریاوو پېژندنه، د انټي‌ بیوګرام ازموینې ترسره کول او د میکروب‌ضد درملو پر وړاندې د باکتریاوو د حساسیت معلومولو په اړه عملي زده‌کړې ورکړل شوې.

همدارنګه، ګډونوالو ته د لابراتواري خوندیتوب او د لابراتواري کثافاتو د مدیریت په اړه هم اړینې زده‌کړې وړاندې شوې.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۹:۲۲
Background image

د پکتیکا ولایت عامې روغتیا رياست لپاره نوی رئيس معرفي شو

د عامې روغتیا وزارت د مقام په وړاندیز او د ریاست‌الوزراء عالي مقام د حکم له منظورۍ وروسته ښاغلی میرزا علي خان د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا رئیس په توګه وټاکل شو.

نوموړی د عامې روغتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۹:۰
Background image

د میدان وردګ ولایت په چک ولسوالۍ کې د ۵۴.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د عمومي روغتون د جوړولو چارې پیل شوې

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي میدان وردګ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د چک ولسوالۍ په سیبکو سیمه کې د ۵۴.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د يو عمومي روغتون د بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۸:۴۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت کارکوونکو ته شپږمه مصوبه تشریح شوه

د عامې روغتیا وزارت د مقام تر منظورۍ وروسته د شپږمې مصوبې د معرفي او تشریح په موخه د خوړو او درملو معینیت د رهبرۍ او کارکوونکو په ګډون غونډه تر سره شوه

په دې غونډه کې د خوړو او درملو. . .

BACK TO NEWS