د عامې روغتیا وزارت مرستیال په زرمت ولسوالۍ کې د سورکۍ بنسټیز روغتیايي مرکز څخه لیدنه وکړه
د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني خپل تخنیکي پلاوي سره د سفر په ترڅ کې د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ سورکۍ بنسټیز روغتیایي مرکز څخه لیدنه تر سره کړه.
ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د ياد روغتون له بیلا بیلو څانگو څخه یې نظارت وکړ او ستونزې په نښه او د حل لپاره یې د روغتون مسئول او روغتیایي کارکوونکو ته جدي سپارښتنه وکړه؛ تر څو د روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو کې هېڅ خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.
ښاغلي مرستيال د یاد روغتونو څخه د ليدنې پر مهال د ناروغانو احوال واخيست، له روغتيايي کارکوونکو سره يې ناسته تر سره او هغوی ته يې سپارښتنه وکړه چې له مراجعينو او ناروغانو سره د غوره چلند سربېره د هغوی ستونزو ته بشپړه رسېدنه وکړي.
