د جرمني هېواد نهه کسیز طبي ټیم په بامیان ولایتي روغتون کې دوه‌اونیز طبي او جراحي مأموریت ترسره کوي

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۴:۳۷
MOPH

ياد ټیم د عامې روغتيا وزارت په همغږۍ او د آغاخان روغتیايي خدمتونو (AKHS) مؤسسې په همکارۍ کابل ته رارسیدلی او ټاکل شوې چې د دوو اونیو په ترڅ کې به بامیان ولایتي روغتون کې اړمنو ناروغانو ته د پلاستیکي جراحي، سوځېدنې، مورزادي نیمګړتیاوو، جګړه‌ییزو ټپونو او نورو پېچلو ناروغیو په برخه کې وړیا تشخیصيه او تخصصي جراحي خدمتونه وړاندې کړي.

د پلان له مخې به شاوخوا ۲۰۰ ناروغان وارزول شي او له ډلې به یې له ۱۰۰ څخه تر ۱۵۰ پورې د جراحي عملیاتو لپاره انتخاب شي. همدارنګه، افغان ډاکټرانو، جراحانو او د طب محصلينو ته به نظري او عملي روزنه ورکړل شي.

د دغه مأموریت ټول لګښتونه د رضاکارو ډاکټرانو او همکارو بنسټونو له لوري تمویلېږي او اړین درمل او طبي تجهیزات هم هېواد ته لېږدول شوي دي. د ذکر شوي مأموریت موخه اړمنو ناروغانو ته د وړیا تخصصي جراحي خدمتونو وړاندې کول، د افغان روغتیايي کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړول او په هېواد کې د تخصصي روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۴:۳۷
Background image

د جرمني هېواد نهه کسیز طبي ټیم په بامیان ولایتي روغتون کې دوه‌اونیز طبي او جراحي مأموریت ترسره کوي

ياد ټیم د عامې روغتيا وزارت په همغږۍ او د آغاخان روغتیايي خدمتونو (AKHS) مؤسسې په همکارۍ کابل ته رارسیدلی او ټاکل شوې چې د دوو اونیو په ترڅ کې به بامیان ولایتي روغتون کې اړمنو ناروغانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۴:۳۰
Background image

د سمنګان ولایت روغتیايي مرکزونو ته د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت څه باندې ۴۰ قلمه طبي توکي وسپارل شول

دغه طبي توکي د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ د MMRCA مؤسسې په همکارۍ پېرل شوي وو او د سپارلو مراسم يې د سیمه‌ییزو مسؤلینو او اړوندو ادارو د استازو په شتون کې ترسره شول.

په دې مراسمو کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۴:۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال په زرمت ولسوالۍ کې د سورکۍ بنسټیز روغتیايي مرکز څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني خپل تخنیکي پلاوي سره د سفر په ترڅ کې د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ سورکۍ بنسټیز روغتیایي مرکز څخه. . .

BACK TO NEWS