د لوګر او میدان وردګو ولایتونو د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه دوه روزنیز پروګرامونه ترسره شول

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۸:۳۴
moph

د عامې روغتیا وزارت د غیرساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول ډیپارټمنټ له لوري د لوګر او میدان وردګو ولایتونو د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه، د ډاکټرانو لپاره څلور ورځني او د قابلو لپاره درې ورځني روزنیز پروګرامونه ترسره شول. په دغو روزنیزو پروګرامونو کې د کلینیکونو او روغتونونو ۲۵ ډاکټرانو او ۲۵ قابلو ګډون کړی و. ګډونوالو ته د غیرساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول، لومړني تشخیص، درملنې، روغتونونو ته د ناروغانو راجع کولو، د غیرساري ناروغیو د ناروغانو مدیریت او روغتیايي مشورو په برخو کې روزنه ورکړل شوه.

د عامې روغتیا وزارت د غیرساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول مسؤل، ډاکټر محمد سمیع کریمي د غیرساري ناروغیو په مخنیوي او کنټرول کې د ډاکټرانو او ټولنیزو روغتیايي کارکوونکو رول اغېزناک وباله او زیاته یې کړه: «له ګډونوالو غواړو چې خپل ترلاسه کړې پوهه او تجربې له خپلو نورو همکارانو سره په کلینیکونو او روغتونونو کې شریکې کړي؛ ترڅو په دې برخه کې د لا ډېرو روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړ شي.»

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۸:۳۴
Background image

د لوګر او میدان وردګو ولایتونو د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه دوه روزنیز پروګرامونه ترسره شول

د عامې روغتیا وزارت د غیرساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول ډیپارټمنټ له لوري د لوګر او میدان وردګو ولایتونو د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه، د ډاکټرانو لپاره څلور ورځني او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۸:۳۰
Background image

د محمود هوتکي عالي لېسې ۱۳۰۰ زده‌کوونکو ته د نشه‌یي توکو د زیانونو او مخنیوي په اړه د پوهاوي پروګرام ترسره شو

د ابن‌سینا د روږدو درملنې زر بستریز مرکز د نشه‌یي توکو د استعمال د مخنیوي ټیم له لوري د محمود هوتکي عالي لېسې ۱۳۰۰ زده‌کوونکو ته د نشه‌یي توکو د زیانونو او مخنیوي په اړه د پوهاوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۴:۳۷
Background image

د جرمني هېواد نهه کسیز طبي ټیم په بامیان ولایتي روغتون کې دوه‌اونیز طبي او جراحي مأموریت ترسره کوي

ياد ټیم د عامې روغتيا وزارت په همغږۍ او د آغاخان روغتیايي خدمتونو (AKHS) مؤسسې په همکارۍ کابل ته رارسیدلی او ټاکل شوې چې د دوو اونیو په ترڅ کې به بامیان ولایتي روغتون کې اړمنو ناروغانو. . .

BACK TO NEWS