د بغلان ولایت په جلګې ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون پرانیستل شو
د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په جلګې ولسوالۍ کې د یو ۳۰ بستریز روغتون پرانیسته وکړه.
د یاد روغتون د پرانیستې په مراسمو کې د بغلان والي ښاغلي مولوي عبدالله مختار، د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو، قومي مخورو او یو شمېر نورو سیمهییزو مسؤلینو ګډون کړی و.
دغه ۳۰ بستریز روغتون د ۵۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی، چې د فعالیت لپاره یې اړین روغتیايي تجهیزات او پرسونل هم چمتو شوي دي.
د یاد روغتون په فعالېدو سره به د جلګې ولسوالۍ او شاوخوا سیمو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره او د ناروغانو د درملنې په برخه کې به د خلکو ګڼې ستونزې راکمې شي.
د يادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او خلکو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو برابرولو په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
