د مرکز په تخصصي روغتونونو کې د ۲۱۳ تنو نوماندانو څخه عملي ازموینه واخیستل شوه
د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال د لړم میاشتې له ۶مې تر ۲۰مې نېټې پورې د مرکز په تخصصي روغتونونو کې د ۲۱۳ تنو هغو نوماندانو څخه عملي ازموینه واخیستل شوه، چې تحریري ازموینه یې په بریالیتوب بشپړه کړې وه.
یاده ازموینه د ۲۶ تخصصي څانګو په کچه د اکمال تخصص پروګرام د استادانو په همکارۍ او د مسلکي مسؤلینو تر څارنې لاندې، د درسي نصاب له مخې د Long Case، Short Case او OSCE (جامع متفرقه ازموینې) په بڼو واخيستل شوه.
د دې ازموينې موخه د هېواد روغتيایي نظام ته د وړ او مسلکي طبي متخصصینو وړاندې کول دي؛ څو هېوادوال له معیاري تخصصي روغتیايي خدمتونو برخمن شي.
