د برېښنايي وسایلو د سمې کارونې په اړه ۳۸ تنو کارکوونکو ته دوه ورځنی روزنیز پروګرام تر سره شو
د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په مالي او تخنیکي ملاتړ د مرکز او له بېلابېلو ولایتونو څخه د ۳۸ تنو کارکوونکو لپاره د «برېښنايي وسایلو» تر سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو.
په دې پروګرام کې ګډونوالو د برېښنايي وسایلو د اغېزمنې کارونې، د تخنیکي مهارتونو د پیاوړتیا او په ورځنیو کاري چارو کې د دغو وسایلو د سمې کارونې په اړه نظري او عملي زدهکړې ترلاسه کړې.
د دې پروګرام موخه د کارکوونکو د تخنیکي وړتیاوو لوړول، د برېښنايي وسایلو په کارولو کې د هغوی د پوهې او مهارتونو پیاوړتیا او د کاري بهیرونو د چټکتیا، اغېزمنتیا او معیاري کولو ښه والی و.
