د عامې روغتيا وزارت ځانګړي پلاوي د ډینګي ناروغۍ د وضعیت ارزونې په موخه ننګرهار ته سفر تر سره کړ

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۲:۱۰
moph

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په ځانګړې لارښوونه د ډینګي ناروغۍ د وضعیت ارزونې په موخه د ملاریا او نورو ناقله ناروغیو آمر، ډاکټر حزب‌الله فطرت په مشرۍ یو ځانګړي پلاوي ننګرهار ولایت ته سفر تر سره کړ.

ياد پلاوي د ننګرهار د عامې روغتیا له رئیس، مولوي امين الله شريف او یو شمېر نورو روغتيايي مسؤلينو سره لیدنه وکړه او د ډینګي ناروغۍ د وضعیت، د مخنیوي او کنټرول لپاره د ترسره شویو اقداماتو په اړه یې ور سره خبرې وکړې.

همدارنګه، د دې سفر په ترڅ کې د ډینګي ناروغۍ د څارنې، تشخیص او درملنې په برخه کې شته روغتیايي امکانات، سرچینې او کاري بهیرونه وارزول شول او اړوندو مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه، چې د ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول لپاره د څارنې چارې پیاوړې، روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی اسانه او د اړینو تدابیرو د پلي کېدو لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۲:۱۰
Background image

د عامې روغتيا وزارت ځانګړي پلاوي د ډینګي ناروغۍ د وضعیت ارزونې په موخه ننګرهار ته سفر تر سره کړ

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په ځانګړې لارښوونه د ډینګي ناروغۍ د وضعیت ارزونې په موخه د ملاریا او نورو ناقله ناروغیو آمر، ډاکټر حزب‌الله فطرت په مشرۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۲:۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌ کړو ادارې مسؤلینو د افغانستان د روغتیا له دویم داخلي او نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه

د افغانستان د نړیوال نندارتون مرکز عمومي رئیس ښاغلي محمد صابر لطیفي، د دغه مرکز اجرائیوي رئیس مولوي محمد پیمان او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې یو شمېر مسؤلینو د افغانستان د روغتیا د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۱:۵۸
Background image

په میدان‌وردک او لوګر ولایتونو کې د ۱۵۰ روغتیايي کارکوونکو لپاره روزنیز پروګرامونه ترسره شول

د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو د مخنيوي او کنټرول لوی ریاست اړوند د غیرساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول آمريت د میدان‌وردک او لوګر ولایتونو د ۱۵۰ تنو ډاکټرانو، قابلو او ټولنیزو روغتیايي. . .

BACK TO NEWS