د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د بلخ امبولانس ټیمونو ۲۷۱۰ ناروغان روغتیايي مرکزونو ته لېږدولي دي
یاد ناروغان د ارتوپیدي، عمومي جراحي، نسايي ولادي، داخله، سرطان، رواني ناروغیو، ترافیکي پېښو، د حاجیانو کمپ او نورو بېلابېلو برخو څخه روغتیايي مرکزونو ته انتقال شوي دي.
د بلخ امبولانس روغتیايي کارکوونکي د ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د منظمو نوکریوالو ټیمونو له لارې خپلو هېوادوالو ته بېړني روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
دغه ټیمونه د کابل – مزارشریف او جوزجان – مزارشریف پر لویو لارو په ټاکل شویو تمځایونو کې هم شتون لري؛ ترڅو د اړتیا پر مهال هېوادوالو ته پر وخت خدمات وړاندې کړي.
