د عامې روغتیا وزارت له لوري ۳۰ کورنيو او بهرنیو شرکتونو، روغتونونو او فابریکو سره هوکړه لیکونه لاسلیک شول
د عامې روغتیا وزارت له لوري د روغتیايي خدمتونو پراختیا، د درملو د کورني تولید پیاوړتیا، د روغتیايي کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې، د طبي وسایلو او روغتیايي محصولاتو د برابرولو او د روغتیا په برخه کې د پانګونې او همکاریو د پراختیا په موخه له ۳۰ کورنیو او بهرنیو شرکتونو، روغتونونو او تولیدي فابریکو سره هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه د افغانستان د روغتیا دویم داخلي او نړیوال نندارتون په پای غونډه کې لاسلیک شول، چې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو، د خصوصي سکتور د ظرفیتونو کارولو او د هېواد روغتیايي نظام د پیاوړتیا په برخه کې به مهم رول ولوبوي.
