د ننګرهار عامې روغتیا رئیس له ازبکستاني پلاوي سره لیدنه وکړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۹:۱
MOPH

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین‌الله شریف، د ازبکستان د عامې روغتیا وزارت د درمل جوړونې صنعت د پراختیا ادارې له مرستیال ظفربیک قاسموف، په کابل کې د دغه هېواد له اقتصادي اتشې جمشید بدالوف او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د ازبکستان پلاوي د درملو او طبي وسایلو د تولید په برخه کې د خپل هېواد شته ظرفیتونو ته په اشارې له افغانستان سره په دې برخه کې د سوداګریزو اړیکو او همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

همدارنګه، په ياده لیدنه کې د ننګرهار ولایت د درملتونونو د اتحادیې او اړوندو شرکتونو مسؤلینو هم ګډون درلود او د باکیفیته درملو د سوداګرۍ لپاره د اسانتیاوو د برابرولو په اړه یې خبرې اترې وکړې.

ورته مهال، د ننګرهار عامې روغتیا رئیس له راغلي پلاوي څخه د هرکلي ترڅنګ، د باکیفیته درملو او طبي وسایلو د برابرولو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پراختیا، تګ راتګ، ویزو ورکړې او تحصیلي پروګرامونو په برخو کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۹:۷
Background image

د عامې روغتيا وزارت د بېلابېلو مرکزي رياستونو کارکوونکو ته د ظرفيت لوړونې په موخه د اړتياوو ارزونې غونډه ترسره شوه

دا غونډه د عامې روغتيا وزارت په لوی تالار کې د دغه وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست په همکارۍ د چارو ادارې لوی ریاست اړوند د افغانستان د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ له لوري ترسره شوه، چې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۹:۱
Background image

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس له ازبکستاني پلاوي سره لیدنه وکړه

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین‌الله شریف، د ازبکستان د عامې روغتیا وزارت د درمل جوړونې صنعت د پراختیا ادارې له مرستیال ظفربیک قاسموف، په کابل کې د دغه هېواد له اقتصادي اتشې. . .

BACK TO NEWS