د کورونا ویروس په اړه عامی پوښتنې

 

  • د ۲۱۰۹ کرونا ویروس  څه شی ده ؟

د ۲۰۱۹کورونا ویروس (2019-nCoV) یو نوی ویروس دی چې په خلکو کې تنفسي ناروغي رامینځته کوي او له یو انسان څخه بل انسان ته د انتقالیدو توان لری. دا ویروس د لومړی ځل لپاره د چین په وهان ښارکې تثبیت شوی.

  • ایا دا امکان لري چې په افغانستان کې خلک په کورونا ناروغی اخته شی ؟

د کورونا ویروس له یو شخص  څخه بل انسان ته د انتقالیدو توان لری ، مګر د هغې د خپریدو کچه تر اوسه نه ده معلومه. دا ویروس لاهم په افغانستان کې نه دی خپور شوی او په افغانستان کې د شخص د اخته کیدو امکان ډیر کم دی. د چینایانو او هغو اشخاصو لپاره چې اوس چین ته سفر کوي یا سفر یی کړي وی په ناروغی د اخته کیدو خطر یی زیاد ده. د عامې روغتیا وزارت وضعیت له نږدې څخه  څاري

  • آیا په افغانستان کی تردی دمه د کرونا ویروس کومه پیښه ثبت شوی ده؟

نه ، تر دې دمه کومې مثبتې او مشکوکې پیښې په افغانستان کې ندي ثبت شوي. د دی  ناروغۍ سرویلانس فعاله ده او تاسو کولی شئ هره ورځ د عامې روغتیا وزارت ویب پاڼی  څخه (moph.gov.af)  سرویلانس  او  نظارت پرمختګ وګورئ.

  • کورونا څرنګه خپریږي؟

دغه ویروس په لمړی ځل د څارویو د سرچینو  څخه انسان ته انتقال شوی ده  ، مګر اوس داسې ښکاری چې له یو انسان څخه بل انسان ته انتقالیړی. مهمه خبره دا ده چې ځینې ویروسونه په تیزی سره د خپریدو  وړتیا لري (لکه شری) اودځینی نورو د خپریدو وړتیایی کمه ده . دا لا څرګنده نده چېد کرونا ویروس تر کومې کچې او شدت سره د خلکو ترمنځ خپریدای شی. د عامې روغتیا وزارت به تاسو ته په دوام داره شکل سره د کرونا ویروس د خپریدو لاری او د وقایی په اړه معلومات درکړی

  • د کرونا ناروغی نښی څه دی؟

په کرونا اخته ناروغان د متوسط او شدید تنفسی ستونزو نه شکایت لری او لاندی نښی پکی لیدل کیږی:  

  1. تبه
  2. ټوخی
  3. نفس تنګی
  • دکروناویروس بدی او شدیدی پایلې څه دي؟

د ډیری ناروغانو په دواړو سږو کی په ناروغی د اخته کیدو نښی لیدل کیږی.

  • زه څنګه کولای شم چی د کرونا په مقابل کې خپل ځان وساتم ؟

ویروس لاهم په افغانستان کې ندی خپور شوی ، مګر د ویروس په وړاندې د ځان ساتنې ترټولو غوره لار د ویروس په وړاندې د ځان ساتل دي.

د دې لارښوونو په پلي کولو سره تاسو کولی شئ چی د د کورونا ویروس په شمول د تنفسي ناروغیو څخه ځان وژغورئ :

1. د ناروغانو سره د نږدیکیدو څخه ډډه وکړئ

2. په چټلو لاسونو پوزی خوله او سترګوته لاس مه نژدی کوی

3. تل خپل لاسونه په صابون سره ومینځئ

  • کله چی ناروغ اووسی  نوروته  د ناروغی د خپریدو د مخنیوی په منظور لاندی ډکی په پام کی ونسی :
  1. کچیر ناروغ یی په کورکی کښنی
  2. د ټوخی او پرنجی په وخت کی د دستمال څخه استفاده وکړی او دستمال په کثافت دانی کی واچوی
  3. هغه وسایلو او ساحوکی چی لاس وښی د پاکونکی مایع پواسطه ومینځی
  • که چیری د چین هواد ته می سفر کړی وی او د ناروغی احساس می کاوه څه باید وکړم

که چیری تاسی په نژدی ۱۴ ورځوکی د چین هوادته سفر کړی وی او د ناروغی احساس ( ټوخی، تبه او تنفسی مشکلات) ولری، د روغتیایی خدماتو لپاره د ۱۶۶ شمیری سره اړیکه ونیسی او د چین هیواد ته خپل د سفر د تاریخچی او د ناروغی په هکله اووایی. او یا د عامی رواغتیا وزارت د کارکونکو لخوا هیواد ته د راننوتلو په وخت کی د ورکړل شوی معلوماتی پاڼی چی د مسول اشخاصو د تماس شمیری پکی لیکل شوی دی کولای شی په مسقیمه توګه ورسره اړیکه ونیسی. د عامی روغتیا ورازت ستاسی د پاملرنی لپاره داسی زمینه برابروی چی بل کس له خطر سره مخامخ نشی. د ناروغی په وخت کی له نورو خلکو سره د تماس نه مخنیوی وکړی، بهر ته مه ځی او خپل سفرمو شاته واچوی او نورو ته د ناروغی له خپریدو نه مخنیوی وکړی.

  • آیا د کرونا لپاره واکسین شتون لری؟

نه ، د کرونا ویروس څخه د ساتنی په منظور تراوسه پوری کوم ډول واکسین جوړشوی ندی ، یواځینی لاره چی د کرونا ویروس څخه ځان وژغورو هغه داده چی د ویروس سره  تماس ونه نیسو  

  • ایا د کرونا د درملنی لپاره دوا شته.‎؟

دکرونا ویروس د درملنی لپاره کومه د ویروس ضد ځانګړی دوا نشته، په کورنا ویروس اخته کسانو د اعراضو د درملنی لپاره دوا تجویز کیږی.

  • ایا په کوم هیواد کی د کرونا ویروس درملنه شته چی هلته ور شو؟

نه، ددی ناروغی درملنه په ټوله نړی کی په یو رنګه ده ، بعنی د ناروغی نه مینځته راغلی اعراض اود ستونیزو درمنله کیږی. د کرونا ویروس شکمن ناروغان باید هیڅ ځای ته سفر ونکړی یوازی د عامی روغتیا کارکونکو سره په اړیکه کی شی او د هغوی د لارښونی به بنسټ عمل وکړی.

  • ایا چین یا بل کوم ځای ته د سفر کولو کی بندیز شته؟

نه، تر اوسه پوری په سفر کولو کی کوم بندیز نشته. مګر د عامی روغتیا وزارت توصیه داده چی ترڅو حالت په بشپړه توګه تر کنترول لاندی نه وی راغلی د چین هیواد ته له سفر کولو نه ډډه وکړی. همدارنګه نورو ځایونوته دسفر کولو په وخت کی پورته ذکر شوی د مخنیوی اړوند ټګی په جدی توګه په پام کی ونیسی.