د عامې روغتیا نوماند وزیر د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې له استازي سره خبرې وکړې

Panah_moph
شنبه ۱۳۹۹/۷/۵ - ۱۹:۱۴
د عامې روغتیا نوماند وزیر د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې له استازي سره خبرې وکړې

د عامې روغتیا نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني نن د ویډیو کنفرانس له لارې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) له استازي سره د یوې ناستې په ترڅ کې بحث او خبرې وکړې.

په دې ناسته کې د عامې روغتیا نوماند وزیر خپل کاري پلانونه د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې له استازي سره شریک کړل، او د هېواد روغتیا برخه کې د دې ادارې د لازیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

ډاکټر عثماني همدارنګه د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) څخه وغوښتل چې د افغانستان روغتیا سکتور سره د کورونا ویروس تشخیص ظرفیت لوړولو، اړمنو ولایتونو کې لابراتوارونه جوړول، په روغتونونو کې د اکسیجن د تولید دستګاه وؤ نصب، په کورونو کې د کوویډ -١٩ ناروغانو درملنې په پار له روغتونونو سره مرسته وکړي.

په ورته وخت کې، (UNDP) ادارې استازي د عامې روغتیا وزارت نوماند له کاري برنامو څخه هرکلی وکړ او په ذکر شویو برخو کې یې د مرستې ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۹:۳۴
Background image

د لغمان پادپښ ولسوالۍ کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت یو جامع روغتیايي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د لغمان والي شیر احمد حقاني، د عامې روغتیا رییس ډاکټرسمیع الله عابد نیازي، د یو شمېر ادارو او مؤسسو مسئولینو، د بادپښ ولسوال، د یادې سیمې دیني عالمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۸:۵۱
Background image

فاریاب او کاپیسا ولایتونو کې د خصوصي روغتیایي سکټور څخه نظارت ترسره شو

د فاریاب او کاپیسا عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري له یو شمېر درملتونونو، روغتیايي مرکزونو او کتنځایونو څخه نظارت ترسره شو، چې په پایله کې یې درې بابه درملتونونه له روغتیايي قوانینو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۴:۵۶
Background image

پکتیا کې د خصوصي روغتیایي سکتور څخه نظارت ترسره شو

د پکتیا عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري په مرکز ګردېز ښا ر کې له یو شمېر درملتونونو، کلینیکونو او کتنځایونو څخه نظارت ترسره شو، چې په پایله کې یې دوه درملتونونه د روغتیايي قوانینو څخه. . .

BACK TO NEWS