ډاکتر عبدالقهار احمدي د تخار ولایت د عامې روغتیا رئیس په توګه معرفي شو

د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال ډاکتر محمد حسن غیاثي، تخار ولایت ته د خپل سفر په لړکې ډاکتر عبدالقهار احمدي د دغه ولایت د عامې روغتیا د رئیس په توګه معرفي کړ.
د پالیسۍ او پلان مرستیال په ادارو کې تغیر او تبدیل یو اصل وباله او له ډاکتر احمدي څخه یې وغوښتل چې په دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو او د اړمنو خلکو روغتیايي وضعیت ته د لاسرسي په برخه کې زیاته پاملرنه وکړي.
دغه راز د پاليسۍ مرستيال؛ مولوي مخدوم عتيق الله د عامې روغتيا پخوانى رئیس د دغه ریاست د مرستيال، ډاکتر حيات الله امامي د حوزوي روغتون د آمر، ډاکتر غلام سرور د روغتيایي قوانینو د تطبیق ارزونې مدیر او قاري برکت الله د تخار ولایت روغتون د مالي او اداري مدیر په توګه وټاکل او هریو ته یې په کاري چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه.