په بلخ ولایت کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شو

Panah_moph
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲ - ۱۴:۴۵
په بلخ ولایت کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شو

دوشنبه، کب ٢/١٤٠٠

د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال ډاکتر محمد حسن غیاثي او د بلخ والي مولوي قدرت الله ابو حمزه د یوې ناستې په ترڅ کې په دغه ولایت کې د ګوزڼ واکسین کمپاین د پیل پرانیسته وکړه.

ټاکل شوې ده چې دغه کمپاین به درې ورځې دوام ولري او شاوخوا ۵۰۰ زره تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان د واکسین تر پوښښ لاندې راولي.

همدارنګه د دې ناستې په دوام د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال او ورسره مل پلاوي د ابو علي سینا بلخي روغتون له روغتیايي کارکوونکو سره لیدنه او خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې د پالیسۍ او پلان مرستیال او مل پلاوي د بلخ ولایت د روغتیايي کارکوونکو د کار او هڅو څخه مننه او قدرداني وکړه چې په خورا سختو ورځو کې یې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د ځنډ مخنیوی کړی او ژمنه یې وکړه چې د دوی د ستونزو د حل لپاره به ژر تر ژره رسیدګي وکړي.

له بلې خوا د بلخ د عامې روغتیا رئیس او د حوزوي روغتون کارکوونکی ډاکتر نجیب الله توانا خپلې ستونزې او وړاندیزونه د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره شریک کړل او د حل غوښتنه یې وکړه چې په اړه یې لازمې لارښوونې وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۴:۴۰
Background image

Inspection Conducted at Several Food Wholesalers in Herat Province

The monitoring and inspection team of the Herat Public Health Directorate conducted inspections, resulting in the confiscation of 717 kilograms of expired and substandard food items,. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۴:۳۷
Background image

هرات ولایت کې د خوراکي توکو له یو شمېر عمده پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د ياد ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې ۷۱۷ کیلوګرامه له نېټې تېر او بې‌کیفیته خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۴:۲۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت او TDH مؤسسې ترمنځ د کونړ روغتیايي خدمتونو لپاره تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د کونړ ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له TDH مؤسسې سره د (۱۱۷۷۰۴) یو سل اوولس زره اووه سوه څلور ډالرو په ارزښت تړون. . .

BACK TO NEWS