د دفتر رئیس
د مولوي محمد داوود منصوري لنډه پېژندنه:
مولوي محمد داوود منصوري د غلام دستګیر زوی په (۱۳۵۳) کال کې د میدان وردګ ولایت د سید آباد ولسوالۍ په چهاردهي کلي کې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي، ښاغلی منصوري لومړنۍ، منځنۍ او لېسې دورې زده کړې په پېښور کې د هجرت پرمهال ترسره کړي دي او له جامعه محمدیه څخه فارغ شوئ دی، د تېر امارت په وخت کې د بهرنیوچارو وزارت د ډ یپلوماسۍ له انستیتوت څخه فارغ شوئ، وروسته له هغه حقانیې مدرسې څخه په کادري درجه فارغ او اسناد یې د س لیسانس په کچه تثبیت شوي او د مدرسې تر فراغت وروسته یې د فقه او قانون په څانګه کې خپله ماسټري بشپړه کړه.
وړتیاوې او تالیفات:
- په شپږو ژبو (عربي، انګلیسي، پښتو، فارسي، اردو او ازبکي) باندې روانې خبرې کوي.
- د لیکوالۍ فن کې توان.
- انټرنټ کنټرول او وېب ډیزاین.
آثار:
- امهات المؤمنین ژباړه (چاپ شوی)
- د سرو زرو لویه پانګه تالیف (چاپ شوی)
- اسلام او نړیوال کېدل ژباړه (چاپ شوی)
- د انټرنېټ اسانه زده کړه تالیف (چاپ شوی)
- یهودي پروتوکولونه ژباړه (چاپ شوی)
- په خبري رسنیو قبضه ژباړه (چاپ شوی)
- انګلیسي ژر زده کړه ژباړه (چاپ شوی)
- انګلیسي ورځنی خبرې اترې ژباړه (چاپ شوی)
- فریادونه تالیف (چاپ شوي)
- د ظلمونو انځورونه تالیف (چاپ شوی)
- جهان بیني اسلامي تالیف (چاپ شوی)
- عبادات و حکمتهای آن تالیف (چاپ شوی)
- جدید فقهي مسایل ژباړه (چاپ ته تیار)
- تمدن اسلامي تالیف (چاپ شوی)
- الشاهین الحدودي ژباړه (چاپ ته تیار)
- ماشوم پالنه تالیف (چاپ ته تیار)
- د ثقافت د کانکور سوالونه او ځوابونه ژباړه (چاپ ته تیار)
- خواره لعلونه تالیف (چاپ ته تیار)
- نظام اخلاقي اسلام تالیف (چاپ شوی)
- د مسلمانانو ژوند ژباړه (چاپ ته تیار)
تېر امارت کې دندې او مسؤلیتونه:
- خوست ولایت کې د مجاهدینو سرګروپ مسؤل.
- د ګردیز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال.
- د وثیق صاحب په وخت کې وردګو ولایت د استخباراتو رئیس.
- د ملي اتل الحاج مولوی صاحب جلال الدین حقاني لخوا د سرحداتو د هیئت غړی.
- کابل کې د استخباراتو د ۱۵ پنځلسم ریاست مسؤل.
- وردګو ولایت کې د أمیرالمؤمنین د مدرسې مهتمم.
- د غزني ولایت د استخباراتو رئیس.
د امریکا اشغال په دوره کې دندې او مسؤلیتونه:
- د تاج میر مولوي صاحب سره په نظامي او فرهنګي چارو کې ملګری او د پاڅون اخبار لیکوال.
- د میدان وردګو ولایت د استخباراتو رئیس.
- د مولوي صاحب عبیدالله په وخت کې د میدان وردګو ولایت مالي مسؤل.
- د مولوي صاحب کریم په وخت کې د لوګر ولایت مالي مسؤل.
- د الاماره وېب پاڼې مسؤل او لیکوال.
- د تاجمیر صاحب په وخت کې د استخباراتو د رهبرۍ شورأ غړی.
- د خلیفه صاحب لخوا د برغډال سره د مرکې او د چارو دسمبالښت د مسؤل په توګه ټاکل کېدل، چې په همدې اساس وروسته امریکایانو بندي کړ او ۷ کاله یې بګرام کې تېرکړل.
- د لوړو زده کړو د کمېسیون د مشورتي بورډ غړی.
- د پلازمېنې کابل له فتحې مخکې د چارواکو د دعوت او ډاډ ورکولو لپاره استازی.
- اوس مهال د عامې روغتیا وزارت د دفتر رئیس