د تخار عامې روغتیا ریاست سره د یو شمېر طبي او غیر طبي وسایلو مرسته

Panah_moph
پنجشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۹ - ۹:۵۱
د تخار عامې روغتیا ریاست سره د یو شمېر طبي او غیر طبي وسایلو مرسته

پنجشنبه، ثور ۲۹/ ۱۴۰۱

د تخار ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالقهار احمدي د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست ته د ۲۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه اندازه طبي او غیر طبي وسایلو د پېرلو اعلان وکړ.

ډاکټر احمدي زياته کړه، چې دغه وسايل د BDN دفتر په همکارۍ او په افغانستان کې د يونيسف دفتر او د نړيوال روغتيايي سازمان په مالي مرسته اخيستل شوي دي.

د تخار ولايت د عامې روغتيا رييس په افغانستان کې دBDN، يونيسف او د روغتيا د نړيوال سازمان له همکاريو څخه د مننې په ترڅ کې وويل: دغه تجهيزات به د دغه ولايت په ولسواليو کې په څلورو روغتونونو او ٨٠ روغتيايي کلينيکونو وويشل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۴۱
Background image

په هرات کې د درملو سکتور ستونزو په اړه ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د درملو پلورونکو اتحادیې له رهبري پلاوي سره ليدنه وکړه

په دې لیدنه کې د درملو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتي روغتیايي همغږۍ د پیاوړتیا په موخه د عامې روغتیا وزارت انلاین غونډه

د عامې روغتیا وزارت د ولایتونو د روغتیا همغږۍ رئیس، ډاکټر فضل‌ الهي عليزي د کندز، تخار، سرپل، جوزجان، سمنګان، بلخ، فاریاب، بدخشان او بغلان ولایتونو د عامې روغتیا له مسوولینو سره انلاین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۹:۴۰
Background image

د یو ملي سوداګر له لوري د نیمروز ولایت زرنج ښار حوزوي روغتون سره د ۲۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د طبي تجهیزاتو او وسایلو مرسته وشوه

یاد ملي سوداګر ګل احمد نور زاد د روغتیايي سکتور ملاتړ او اهمیت ته په اشارې وویل، چې دغه ډول مرستې به په فراه او کندهار ولایتونو کې هم دوام ولري.

همدارنګه، د یاد روغتون رئیس ډاکټر. . .

BACK TO NEWS