د عامې روغتیا وزارت له پاکستان سره په روغتیايي برخه کې د همکاریو تړون لاسلیک کړ

akbari_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱ - ۱۴:۳۸
د عامې روغتیا وزارت له پاکستان سره په روغتیايي برخه کې د همکاریو تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي د خپل سفر په لړ کې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي، محمد صادق سره په اسلام آباد کې لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د روغتیا په برخه کې پر همکارۍ خبرې وکړې چې له مخې به یې پاکستان په افغانستان کې درې عصري روغتونونه د محمد علي جناح په کابل، د نشتر د پختورګو روغتون ننګرهار کې او د نایب امین الله خان لوګري روغتون په لوګر کې چې دغه هېواد جوړ کړي، پوره فعالول او د افغانستان حکومت ته وسپاري.

همدارنګه د ياد تفاهملیک په اساس به د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د CPSP ادارې د یوې فعالې څانګې جوړولو په کابل کې همکاري وکړي او پرانیستل به شي , چې افغان ډاکټران به په هغه کې  تخصصي برنامې ، FCPS او MCPS وکړای شي.

او هم د افغان ډاکټرانو لپاره د ارتقاء ظرفیت یا روزلو په برخه کې د بورسیو ورکولو د همکارۍ تفاهملیک هم لاسلیک شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۱:۵۳
Background image

د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې یو شمېر روغتیايي او خوراکي تأسیسات وتړل شول

د بلخ ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت ټیمونو د بلخ ولسوالۍ روغتیايي مرکزونو او د خوراکي توکو پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ، چې پایله کې یې ۱۳ درملتونونه، ۱۳ کتنځايونه، يو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۱:۲
Background image

د هوا ککړتیا د کمولو او تنفسي ناروغیو د مخنیوي په موخه په کابل کې نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو څخه د تنفسي ناروغیو مخنیوي او د هوا پاکوالي په موخه نظارت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۵۵
Background image

د روان کال اسد میاشتې په ترڅ کې د درمليزو خدمتونو ریاست فعالیتونه او لاسته راوړنې

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درمليزو خدمتونو ریاست د روان کال اسد میاشتې په ترڅ کې د درملو د معقولې کارونې ترویج، د درملو او درملنې کمېټو د پیاوړتیا او د درملو مدیریت ښه. . .

BACK TO NEWS