د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده او ورسره مل پلاوي د بدخشان ولايت له ولایتي روغتون څخه ليدنه ترسره کړه
دعامې روغتيا وزارت څخه راغلي پلاوي د بدخشان ولايت روغتيايي خدمات له نږدې وليدل او د لا نورو غوره خدماتو په اړه یې مسوولينو ته سپارښتنې تر سره کړې .
عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین او مل پلاوي د روغتيايي خدمتونو په لا معياري کيدو ټينګار وکړ.
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده د بدخشان د روغتيا رئيس ته ډاډ ورکړ چې د هېواد په ټولو سیمو کې به منصفانه او پر عدالت ولاړ روغتیايي خدمات وړاندې کوي.