د افغانستان اسلامي امارت دعامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په ايران هېواد کې په G5 کنفرانس کې ګډون وکړ

akbari_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۶ - ۱۰:۴۰
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په ايران هېواد کې په G5 کنفرانس کې ګډون وکړ

ښاغلي وزير د G5 استازو ته د خپلې وینا پرمهال په روغتیايي سکتور کې سیمه اییزه همکاري، د پوهې او تجربو شریکول او په سیمه کې د عصري او پرمختللې طبي ټکنالوژۍ پر ودې ټینګار وکړ او دا یې د سیمه اییز اتصال لپاره اړینه وبلله.

ښاغلي وزیر زیاته کړه چې په سیمه کې کلتوري، دیني، ژبني او ګډو ټولنیزو ارزښتونو ته په کتلو سره باید هڅه وشي چې په سیمه کې د روغتیا په برخه کې له موجوده سرچینو او پرمختګونو څخه د سیمې په هېوادونو کې د سوکالۍ په موخه استفاده وشي.

ښاغلي وزیر د طب په برخه کې په سیمه کې موجوده سرچینو او ظرفیتونو ته لاسرسی آسانه، د بیې په لحاظ مناسب او د کیفیت له اړخه هم د ډاډ وړ یاد کړ او له هغه څخه ګټه اخیستنه یې په سیمه کې د روغتیايي سکتور او سیمه اییز اقتصاد د غوړېدو لاملونه وګڼل، چې د سیمې هېوادونه به د ځان بسیاینې پر لور رهي کړي.

په دا وروستیو کې د عامې روغتيا وزارت رهبري د بيلا بيلو هيوادونو سره د افغانستان د روغتيايي سکتور د لا معياري او پياوړي کولو لپاره په هڅو بوخته ده چې د روغتيا په سيستم کې يې رغنده مثبت رول لوبولی دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۳۰
Background image

د افغانستان د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو نوي سند د بیاکتنې او نهایي کولو په موخه د رهبرۍ او تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه

ياده غونډه چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختيا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي په مشرۍ د وزارت مرکزي رئیسانو، یونیسف نړيوالې ادارې، روغتیا نړیوال سازمان او د یو شمېر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۲۱
Background image

د غور ولایت په ۸ روغتیايي مرکزونو کې د لمریزې برېښنا سیسټمونو د نصب چارې پیل شوې

یادې چارې د ۴۰۶ زره امریکايي ډالره په ارزښت د غور عامې روغتیا ریاست په همغږۍ او همکارۍ د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) په مالي ملاتړ پیل شوې، چې د برېښنا د تولید ظرفیت یې د هر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۲:۱۱
Background image

د عامې ورغتيا وزارت ګډو نظارتي ټيمونو تېره اوونۍ په کابل ښار کې له ۷ خصوصي روغتونونو، ۱۰ سراپا کلينيکونو او ۹ تشخيصيه مرکزونو څخه نظارتونه ترسره کړل

د عامې ورغتيا وزارت ګډو نظارتي ټيمونو تېره اوونۍ په کابل ښار کې له ۷ خصوصي روغتونونو، ۱۰ سراپا کلينيکونو او ۹ تشخيصيه مرکزونو څخه نظارتونه ترسره کړل

د يادو نظارتونو په پايله کې ۲ خصوصي. . .

BACK TO NEWS