په جوزجان ولایت کې عصري او مجهز ۲۰۰ بستریز روغتون پرانیستل شو

akbari_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۱ - ۹:۳۲
په جوزجان ولایت کې عصري او مجهز ۲۰۰ بستریز روغتون پرانیستل شو

دغه روغتون چې په عصري او مجهزو وسایلو سمبال دی، د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده، د پلان او پالیسۍ معین، ډاکټر محمد حسن غیاثي او ورسره مل پلاوي له لوري پرانیستل شو.

مالي او اداري معین، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده په همدې مناسبت جوړه شوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې د دغه روغتون پرانیسته د جوزجان ولایت د ولسونو لپاره یو مهم او ګټور زېری دی او له دې روغتون سره به ددې ولایت اوسېدونکو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه کېږي.

ښاغلي معین همداراز زیاته کړه چې، د عامې روغتیا وزارت ژمن دی؛ څو د هېواد ټولو نږدې او لرې پرتو سیمو کې هېوادوالو ته عادلانه معیاري خدمات وړاندې کړي.

همدارنګه د جوزجان د ولایت مرستیال د یاد روغتون پرانیستل یو مثبت ګام وباله او د عامې روغتیا وزارت له هڅو یې قدردانی وکړ.

د یادونې وړ ده چې یاد روغتون د وخت پر معیاراتو برابر دی او ولسونو ته به په کې ټول لازم روغتیايي خدمات وړاندې کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۳۵
Background image

د بلخ عامې روغتیا ریاست اړوند پلاستیک او سوختګي جراحي روغتون کې له ۳۰۰۰ ډېرو ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي دي

په یاد روغتون د تېرو ۸ میاشتو په ترڅ کې ټولټال ۳۰۲۹ ناروغانو ته سراپا (OPD) خدمات او همدارنګه ۲۲۱ ناروغانو ته داخل بستر (IPD) خدمات وړاندې شوي دي.

سربېره پردې، په دغه موده کې اړمنو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۳۳
Background image

د غور ۲۵۰ بستریز ولایتي روغتون سره د ناروغانو روغتیایي وضعیت ته د رسېدنې په موخه د یوه اندازه درملو مرسته وشوه

په دې مرسته کې ۱۳۱ قلمه درمل شامل دي، چې د OCCD موسسې له لوري د روغتیا نړیوال سازمان په ملاتړ د غور ۲۵۰ بستریز ولایتي روغتون ته ورکړل شوي دي.

د غور عامې روغتیا رئیس، شیخ مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۳۰
Background image

د زابل عامې روغتیا ریاست سره د فاطمه خیریه بنسټ له لوري د پښتورګو صفایۍ (Hemodialysis) دوو ماشینونو مرسته وشوه

 د زابل عامې روغتیا رئیس ډاکټر میرویس افغان د یادې مرستې له امله د فاطمه خیریه بنسټ له مسؤلینو څخه مننه وکړه او ویې ویل، دغه مرسته به د پښتورګو ناروغۍ په درملنه کې مهم رول ادا او هم به. . .

BACK TO NEWS