د نورګرام ولسوالۍ دملیل او مشفې بنسټیز روغتیايي مرکز ودانۍ افتتاح او ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

akbari_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۳ - ۸:۴۲
د نورګرام ولسوالۍ د ملیل او مشفې بنسټیز روغتیايي مرکز ودانۍ افتتاح او ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

د ۲۱ مېلیونه افغانیو په ارزښت د نورګرام ولسوالۍ د ملیل او مشفې بنسټیز روغتیايي مرکز ودانۍ افتتاح او ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

د دې روغتیایي مرکز ودانۍ د لویدیځ نورستان نورګرام ولسوالۍ اړوند په ملیل کلي کې د ۲۱ مېلیونه افغانیو په لګښت په ۱۰۸ کاري ورځو کې جوړه شوې چې د ناروغانو کتنځای، انتظار ځای، لابراتوار، درملتون، ولادت خونه، ګارد خونه، د اوبو رسونې سیسټم، تفرېحي پارک، د برېښنا منظم سیسټم او نور ټول لازمې برخې لري.

د یاد ولایت د روغتیايي مسئولینو په وینا په پلان کې ده څو په نږدې راتلونکې کې د نورستان په مختلفو سیمو کې د ۵ نورو روغتیایي مرکزونو لپاره ودانۍ جوړې کړي.

دغه ودانۍ د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې UNDP په مالي ملاتړ او د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې لخوا جوړه شوې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي روغتونونو ۲۰ تنه نرسانو ته د جدي پاملرنو (ICU) په برخه کې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست تر چتر لاندې د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیا نړیوال سازمان په مالي او تخنیکي همکارۍ د شیخ زاید روغتون په تالار کې د مرکزي روغتونونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۰:۴۰
Background image

د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټيټیوټ څخه ۱۱۳ تنه زده کړیالان د غاښونو پروتیز، رواني روغتیا، عامه تغذیې او فارمسي څانګو څخه فارغ شول

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې، د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مقام د. . .

BACK TO NEWS