د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد، وردګ ولایت د سفر په ترڅ کې د چک وردګ روغتون څخه لیدنه ترسره کړه
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد، وردګ ولایت د سفر په ترڅ کې د چک وردګ روغتون څخه لیدنه ترسره کړه.
په دې لیدنه کې ښاغلي وزیر، د چک وردګ روغتون له مختلفو څانګو او بستر ناروغانو سره له نېږدې لیدنه ترسره کړه، ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل او د حل ډاډ یې ورکړ.
ښاغلي وزیر همداراز د یاد روغتون روغتیايي مسئولینو ته د ولس د ښه خدمت لپاره لازمې سپارښتنې ترسره کړې.