د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د اروپايي ټولنې او ناروی هېواد له استازو سره لیدنه ترسره کړه
د عامې روغتيا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د روغتيايي خدماتو د کيفيت ښه والی په ځانګړي ډول د هېواد په لرې پرتو سيمو کې د روغتيايي مرکزونو زياتوالى او د پوليو ويروس له منځه وړل يې له کاري لومړيتوبونو څخه وبلل او ويې ويل، چې په دې برخه کې هڅې روانې دي.
ښاغلي وزیر اروپايي ټولنه او ناروی هېواد د روغتیا په برخه کې د افغانستان مهم همکاران وبلل او د دوۍ له همکاریو یې قدردانی وکړ.
ښاغلي وزیر همداراز وویل د هېواد په هره ولسوالۍ کې د روغتون جوړول او د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړول د دغه وزارت له مهمو پروګرامونو څخه دي.
د عامې روغتیا ښاغلي وزیر زیاته کړه، چې روغتیايي سکتور یوه غیر سیاسي اداره ده ، زموږ موخه د ناروغانو درملنه او د روغتیايي خدماتو وړاندې کول دي.
د اروپايي ټولنې استازي د روغتيايي خدماتو د ښه والي په برخه کې د عامې روغتيا وزارت د رهبرۍ له هڅو ستاينه او قدردانی وکړ او ويې ويل: ( موږ پوهېږو چې د عامې روغتيا وزارت په دې دوو کلونو کې له سترو ننګونو سره مخ وو؛ خو تاسې دغه وضعیت په ډېر ښه ډول مدیریت کړ، د اروپايي ټولنې مرستې له افغانستان سره دوام لري او موږ دوامداره همکارۍ ته ژمن یو.)
همداراز د ناروې استازي له افغانستان سره د دغه هېواد د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ناروی هېواد له افغانستان سره د همکاریو دوام ته ژمن دی.