۵۰ تنه روغتيايي کارکوونکو د ساحوي ایپیډيمیولوژي پروګرام څخه د یوې غونډې په ترڅ کې د فراغت سندونه ترلاسه کړل
۵۰ تنه روغتيايي کارکوونکو د ساحوي ایپیډيمیولوژي پروګرام څخه د یوې غونډې په ترڅ کې د فراغت سندونه ترلاسه کړل
په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د ساحوي ايپيډیميولوژي پروګرام مسئولینو او روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی و.
د عامې روغتيا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د یادې فراغت غونډې ګډونوالو ته په وینا کې د دغه پروګرام پر ارزښت خبرې وکړې او د فارغو شوو روغتيايي کارکوونکو ونډه يي د ساحوي روغتيايي معلوماتو په راټولولو او تحلیل کې مهمه وګڼله او و یې ويل: ( هېوادوالو ته په نېږدې او لرو پرتو سیمو کې د معیاري خدمتونو وړاندې کول د عامې روغتيا وزارت دنده او مسئوليت دی او موږ هڅه کوو؛ تر څو روغتيايي خدمتونه د هېواد ګوډ ګوډ ته و رسوو.)
ښاغلي وزیر همداراز زیاته کړه، د روغتيا په برخه کې د مسلکي ډاکټرانو د ظرفیت لوړول يو اساسي اصل دی چې په تېرو دوو کلونو کې په دې برخه زیات کار شوی او دغه لړۍ لا هم دوام لري.