د عامې روغتیا وزارت اړوند د سرطان د کنترول ملی پروگرام د درملو او طبی مصرفی موادو د تړون ورکولو د پریکړې خبرتیا

akbari_admin

Publish Date

Closing Date

Location کابل - افغانستان

د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د سرطان د کنترول ملی پروگرام د درملو او طبی مصرفی موادو تړون د (برادران اکبری لمیتد) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (0101-5657) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (د خیرخانی دوهمه   حصه ،کابل مرکز ، کابل افغانستان) کې دی. د تړون لومړنۍ بیه (8,383,516) اته میلیون و دری سوه دری اتیا زره و پنځه سوه شپارِس  افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپریدو له نیټې تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند د اجناسو او غیر مشورتی خدماتو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په مانا نده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه لاسلیک کیږي.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۴:۴۳
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند (د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۴:۳۵
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامی روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست  (د داخلي تولیداتوGMP سند لرونکو شرکتونو) په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د (ساري ناروغيو د کنټرول او مخنيوي ریاست او د توبرکلوز . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۸:۳۲
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، ترڅو (د کندهار ولایت . . .

Back to tenders