د اکمال تخصص ریاست خبرتیا

akbari_admin

د Comprehensiveآزموینه :

هغو ډاکټر صاحبانو چی د اکمال تخصص پروګرام یی په تخصصی روغتونو کښی په ۱۴۰۱ کال کی  پای ته رسولی او د دوی مونوګرافونه د اکمال تخصص د علمی کمیټی لخوا تایید شوی او دپخوانی خبرتیا سره سم یی د Comprehensive  آزموینی ته نوم لیکنه ګړی، د  دوی آزموینه  په ۱۴ او  ۱۵ /۹ / ۱۴۰۲ نیټه چی د ۲۲و۲۳/۵/۱۴۴۵  ه. ق نیـټی سره سمون لری د عامی روغتیا  په وزارت کښی اخیستل کیږی.

دتیوری آزموینه ۱۰۰ سواله لری هرسوال څلور ځوابه (MCQs)او یوه نمره لری او په انګریزی ژبه به وی ، ۱۰۰ سوالوته دوه ساعته وخت په نظر کی نیول شوی .دتیوری آزموینی دپایلو داعلان سره سم دعملی آزموینی نیټه به اعلان شی. 

د کاندیدو  ډاکټرانو  جدول  د دوی دنوم او دآزموینی ځای اوورخ په پام کی نیولو سره دآزموینی څخه دمخه  د عامی روغتیا وزارت له سایت څخه خپریږی .

یادونه: د آزموینی په ورځ خپل کارتونه له ځان سره ولری  او  ستونزو د حل لپاره د (0788209636)واتساپ شمیری سره ا‌‌‌‌ړیکه ونیسۍ.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۸:۳۷
Background image

د معلولیت لرونکو کسانو لپاره د رواني ـ ټولنیز ملاتړ او فزیکي بیارغونې هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل ولایت کې د معلولیت لرونکو کسانو لپاره رواني ـ ټولنیز ملاتړ او د فزیکي بیا رغونې خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Kabul Orthopedic Organization-KOO مؤسس . . .

Back to announcements