د جنت ګل خان DH روغتون بیارغولو پروژې د تړون ورکړې خبرتیا

akbari_admin

Publish Date

Closing Date

Location کابل - افغانستان

د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دويمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د جنت ګل خان DH روغتون بیارغولو پروژې چی د تړون شمیره یی(MOPH/NHCD/NCB/1402/W-01) ده. د (رشاد نوري ودانیز شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت (81797) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (حصه دوم خیرخانه قلعه نجارا جوار احمدیار پلازا، مرکز کابل، کابل) کې دی. د تړون لومړنۍ بیه (999,999) نهه سوه نهه نوي زره نهه سوه او نهه نوي افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپریدو له نیټې تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند ساختماني تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه لاسلیک کیږي.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۳:۴۱
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د استقلال روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه کوي څو څو د 2 دوله تیل او مایع گاز د تدارک پروژې داوطلبۍ په پروسه کې چې د (MOPH/EH/NCB/1405/G04) ریفرینس نمبر لرونکې ده، . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د استقلال روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه کوي څو د 46 قلمو تنظیفاتي موادو د تدارک پروژې داوطلبۍ په پروسه کې چې د (MOPH/EH/NCB/1405/G05) ریفرینس نمبر لرونکې ده، ګډون . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۳:۳۱
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د استقلال روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه کوي څو د 15 قلمو ټوټې (تیکه) د تدارک پروژې داوطلبۍ په پروسه کې چې د (MOPH/EH/NCB/1405/G06) ریفرینس نمبر لرونکې ده، ګډون . . .

Back to tenders