د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزير، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د ټرېنر متخصصینو سره لیدنه ترسره کړه
په دې لیدنه کې چې نن چهارشنبه د رجب المرجب میاشتې په ۱۲مه نېټه ترسره شوه د تخصصي برنامو او زده کړیز سیستم د پیاوړي کېدو، ترفېعاتو، معاشاتو، د وخت او نړیوال روغتیايي سیستم سره برابر تخصصي برنامو، د روغتیايي خدمتونو معیاري والي، د ټرېنر متخصصینو د ستونزو د حل او ګڼو نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د ټرېنر متخصصینو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د ستونزو د حل په برخه کې یې د بشپړ ډاډ ترڅنګ وویل، تاسې د هېواد روغتیايي سیستم ته ځوان نسل روزۍ او په روغتیايي سکټور کې ستاسې هڅې او کوښښونه بېساري دي، ستونزو ته مو پر وخت رسېدنه شوې او موږ د خپلو علمي هستیو د هڅو قدردانی کوو.
یادو ټرېنر متخصصینو همداراز د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه څخه مننه او قدردانی وکړ او خوښي یې څرګنده کړه چې د پخوا په پرتله د ټرېنر متخصصینو ستونزې او وړاندیزونه اورېدل کېږي او د یوې ژمنې رهبرۍ له لوري ېې د حل لپاره کار کېږي.