پنجشیر ولایت کې د روغتیایي خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه
د پنجشېر ولایت عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري د یاد ولایت د درې ولسوالۍ د یو شمېر خصوصي درملتونونو، لابراتوارونو او غاښونو له کتنځایونو څخه نظارت ترسره شو، چې په پایله کې یې د یو شمېر درملتونونو څخه ۲۰ قلمه له نېټې تېر درمل راټول او له منځه یوړل شول.
همدارنګه ۲ د غاښونو کتنځایونه او ۲ لابراتوارونه د روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول.