په ننګرهار ولایت کې د شفري نسخو د مخنیوي په موخه نظارت تر سره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۳ - ۱۴:۵۶
MOPH

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري په مرکز جلال اباد ښار کې د یو شمېر خصوصي کتنځایونو څخه د شفري نسخو لیکلو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو.

 

د یاد نظارت په پایله کې یو شمېر ډاکټرانو ته چې خصوصي کتنځایونه لري لارښوونه وشوه؛ تر څو د شفري نسخو لیکلو څخه ډډه وکړي کنه له جدي قانوني چلند سره به مخ او کتنځای به یې وتړل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د جنګلک د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون د نشه يي توکو مخنیوي ټیم له لوري د خواجه بغرا نمبر ۲ عالي لېسې زده کوونکو ته د عامه پوهاوي غونډه تر سره شوه

د دې غونډې اساسي موخه د زده کوونکو د پوهاوي کچې لوړول وو؛ تر څو هغوی د نشه‌ يي توکو له خطرونو او ناوړه پایلو څخه خبر او د دې زیانمنې پدیدې د خپرېدو مخنیوي لپاره اغېزمنې لارې چارې ولټول. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۳۵
Background image

په بغلان او کندهار کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه له ORCD سره د څه باندې ۱۰۳ زره ډالرو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري په بغلان او کندهار ولایتونو کې تر پوښښ لاندې سيمو کې د مور او ماشوم د مړینې د کچې راکمولو او د رواني روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه لهOrganization for. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۶
Background image

د کونړ ۲۰۰ بستریز ولایتي روغتون د رغونې چارې په چټکۍ سره روانې دي

د کونړ ولایتي روغتون د رغونې چارې د ټاکل شوي پلان له مخې په چټکۍ سره روانې دي، چې په بشپړېدو سره به یې د روغتون کاري چاپېریال ښه او د ناروغانو لپاره به د خدمتونو وړاندې کولو اسانتیاوې. . .

BACK TO NEWS