په پکتیا ولایت کې د شنو نيالګيو اېښودلو کمپاين
د پکتيا ولایت د عامې روغتیا رئیس، مولوي خيرمحمد منصور د شنو نيالګيو اېښودلو په کمپاين کې چې د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه له لوري د ''يو روغتيايي کارکوونکی يو ونه'' تر شعار لاندې پيل شوی و، ونډه واخیسته او د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست په محوطه کې یې د یو نیالګي په کښېنولو سره په دې کمپاین کې عملي ګډون ترسره کړ.
په دې کمپاین کې د پکتیا د عامې روغتیا رئیس د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست په محوطه کې یو شمېر ګټور تولیدي او غیر تولیدي نیالګي کښېنول او له ټولو هېوادوالو یې وغوښتل؛ ترڅود نیالګیو د اېښودلو په مرسته خپل چاپېریال پاک او د ناروغیو د خپرېدو مخنیوی وکړي.