د لس قلمه حبوباتو او خوراکي موادو تدارک او چمتو کولود تړون ورکړې د پریکړې خبرتیا !

akbari_admin

Publish Date

Closing Date

Location کابل - افغانستان

پدې توګه دتدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دویمې فقرې پر بنسټ ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چي د اندراګاندي د ماشومانو د درملني انستیتوت په پام کې لري چي د دې روغتون اړوند د 1403 د مالي کال لپاره د لس قلمه حبوباتو او خوراکي موادو تدارک او چمتو کولو تړون چي شمیره یی عبارت ده MOPH/NCB/IGICH/1403/G5 د عبید الله سهاک لمیتد شرکت، چي د کابل ولایت مرکز، کمپنی څلور لارې سیمه کي موقعیت لري او  3942-0101 جواز شمیرې لرونکی دی د {6,924,400 افغانی} مجموعي قیمت سره ورکړي.

حقیقي او حکمي کسان چې په دې برخه کې هر ډول نیوکې (اعتراضونه) ولري، کولای شي خپله نیوکه ددې خبرتیا د خپریدو له نېټې څخه تر اوه تقویمي ورځو پورې په لیکلي بڼه د هغو له دلایلو سره یو ځای د اندراګاندي ماشومانو د درملني انستیتوت ته چې د کابل ښار وزیر محمد اکبر خان مینې لسم سړک د شهید محمد داود خان روغتون د زړي دروازې ته مخامخ موقعیت لري د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې د حکمونو سره سم وړاندي کړي.

دا خبرتیا د تړون په مانا نه ده او د پورته یاد شوې مودې او ورپسي قانوني پړاونو تر بشپړیدو پورې به تړون نه لاسلیک کیږي.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۵۰
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوې پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عدلي طب ریاست د مرکز او ولایاتو لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ او تصویر اخیستنې وسایلو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۳۹
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت لپاره د لایسنس سوفوس فایروال تهیه، تدارک . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د (هیموډیالیز پروژې اړوند د مرکز او ولایتونو ۲۵ پایې ماشینونو تدارک او چمتو کولو پروژه   ) چې د  (MOPH/1405/NCB/G . . .

Back to tenders