د عامې روغتیا وزیر په خپل کاري دفتر کې د پروان له والي، الحاج عبدالعلي قدرت الله امیني سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۱:۲۸
MOPH

په دې لیدنه کې په پروان ولایت کې د تطبیق کوونکو مؤسسو پر فعالیتونو، د روغتیايي سیستم پر پیاوړتیا، د دې ولایت اوسېدونکو ته د غوره روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کېدو، د روغتونونو لپاره د طبي ماشینونو او د روغتیايي کارکوونکو د معاشاتو اړوند، بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر د روغتیايي سیستم پیاوړتیا له خپلو لومړیتوبونو وبلل  " موږ هڅه کوو، چې د هېواد د ټولو سیمو وګړو ته په مساویانه ډول معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړو او په همدې موخه په تېرو دوو کلونو کې په هېواد کې ګڼ شمېر روغتیايي مرکزونو جوړ شوي او لا هم یاده لړۍ دوام لري.

 ښاغلي وزیر همداراز زیاته کړه، د پروان ولایت روغتيايي خدمتونو ته به ځانګړې پاملرنه وکړي ، ترڅو د یاد ولایت ناروغانو د تشخیص په برخه کې لا اسانتیا رامنځته او غوره درملنه یې تر سره شي.

له بل لوري د پروان والي د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه څخه دې ولایت ته د هغې د ځانګړې پاملرنې په موخه مننه وکړه او د هېواد د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا په برخه کې یې د نوموړي هڅې وستایلې

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۱:۳۸
Background image

ملا عبدالقدیر نظیر د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د نوي رئیس په توګه وټاکل شو

نوموړی د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي له لوري، چې د یاد وزارت یو شمېر نورو مسؤلینو او کارکوونکو هم شتون درلود، د یاد ریاست کارکوونکو ته ور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د غزني او بادغیس ولایتي روغتونونو ته دوه پرمختللي اکسری ماشینونه وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د ۱۴۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت دوه پرمختللي اکسری ماشینونه پېرل شوي او د غزني او بادغیس ولایتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د سلیم نیچرل فابریکې اړوند ۳۵۲۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته درمل له منځه یووړل شول

یاد درمل چې دوه قلمه وو، یو قلم یې ۱۳ زره او ۳۰۰ بوتله او بل قلم یې ۷ زره بوتله درمل وو، چې د درملو د کیفیت کنټرول لابراتوار د ازموینو پایلو کې بې کیفیته او منفي ثابت شوي وو، د اړوندو. . .

BACK TO NEWS