د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري چارو مرستيال، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده په شتون کې د وزارت اداري ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۱:۵۳
MOPH

په دې ناسته کې، چې د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص، بشري سرچینو، مالي او اداري ریاستونو سربېره د دې وزارت د یو شمېر نورو ریاستونو مسؤلینو هم شتون درلود په اداري برخه کې د موجوده ستونزو د حل، مسلکي بستونو لپاره د ازادې سیالۍ له لارې د ازموینې اخېستو، په اداري چارو کې د چټکټیا، د نویو ګمارنو پر څرنګوالي، له خصوصي انسټېټیوټونو څخه د فارغ شویو محصلینو د ازموینې او هغوې ته د ډیپلومونو د ورکړې اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د یادو ریاستونو مسؤلینو د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ سره په اداري او مالي برخو کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل او د حل غوښتونکي شول.

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده په اداري برخه کې د موجوده ستونزو د حل په موخه د یادو ریاستونو مسؤلینو ته  بشپړ ډاډ ورکړ او له هغوی یې وغوښتل، چې په دې برخه کې هر ریاست یوه ځانګړې کمېټه جوړه کړي؛ ترڅو په اداري برخه کې ستونزې پر وخت حل او هېوادوالو ته د چارو په ترسره کولو کې لا اسانتیا رامنځته شي.
د مالي او اداري چارو مرستیال همداراز په اداري چارو کې د چټکتیا او د هېوادوالو ستونزو ته د ژر حل په موخه اړوند مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۵:۳۷
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلی مولوي نورجلال جلالي د هند هیواد په رسمي بلنه د یوه پلاوي په مشرۍ دې هیواد ته په رسمي سفر لاړ

دا سفر چې د دواړو هېوادونو د روغتیايي همکاریو د پیاوړتیا، د تجربو تبادلې او ګډو هڅو د تنظیم په موخه ترسره کیږي څو ورځې به ادامه ولري، د سفر پر مهال به ښاغلی وزیر د هند له بیلا بیلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۴:۵۸
Background image

د کندهار ولایت د شاولي کوټ ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د ګرځنده روغتیایي ټیمونو رئیس ډاکټر ظاهر محمد منګل، د مالي او حسابي، تدارکاتو او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۱۵ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۴:۲۰
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ د سایګل سیمې فرعي روغتیایي مرکز نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

دغه ودانۍ د لغمان عامې روغتیا ریاست په دوامدارو هڅو او د سایګل سیمې اوسېدونکو په مالي همکارۍ جوړه، چې پنځه مجهزې خونې لري او شاوخوا ۵۰۰۰۰۰ افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

د لغمان د عامې. . .

BACK TO NEWS