د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني له استقلال روغتون څخه ليدنه تر سره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۱:۵۹
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د طب معالجوي رئيس ډاکټر احمد سير پاڅون او يو شمير نورو مسؤولینو نن د شنبې ورځ د استقلال ملي او تخصصي روغتون څخه د دې روغتون د رئيس او مسؤولینو په شتون کې ليدنه تر سره کړه!

 د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي حقاني په روغتون کې له ټولو څانګو ليدنه تر سره او د داخل بستر ناروغانو يې له نږدې حال واخيست.

ښاغلي مرستيال د روغتيايي خدماتو په غوره کیفیت ټينګار وکړ او د روغتون مسؤولینو ته یې لازمې سپارښتنې تر سره کړې.

نوموړي همداراز د یاد روغتون د بېلا بېلا روغتیايي څانګو د کارکوونکو څخه د خپلې دندې په ایماندارۍ سره ترسره کولو غوښتنه وکړه؛ تر څو د اړمنو هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۳:۸
Background image

د بلخ ولایت د البرز ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدراکاتو، تاسیساتو او ساختماني چارو او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د دایکندي ولایت په زهرا بیات ولایتي روغتون کې د ۳۰۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا سیستم پرانیستل شو

د دې سیستم پرانیست مراسمو کې د دایکندي د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر غني صمیم وویلدا پروژه چې ۳۰۰ کیلو واټه ظرفیت لري، د UNDP ادارې له لوري د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پلي شوې ده، چې . . .

BACK TO NEWS