د دعوت ارشاد مسؤلینو د ازادې PHO او DHO روغتيایي مسؤلينو سره غونډه ترسره کړه
د عامې روغتیا وزارت د دعوت ارشاد رئیس مولوي محمد قاسم حقاني په مشرۍ ګډ پلاوي بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ازادې PHO او DHO ټولو روغتيایي مسؤلينو سره د رابعه بلخي کنفرانس په تالار کې غونډه ترسره کړه
بلخ ولایت ته د عامې روغتیا وزارت د دعوت ارشاد رئیس مولوي محمد قاسم حقاني او ګډ پلاوي د سفر موخه روغتیايي کارکوونکو ته د روغتیا په برخه کې د اصلاحي بیانونو ترسره کول، روغتیايي پرسونل ته د اسلام په چوکاټ کې د صورت او سیرت د اصطلاح اړوند سپارښتنې دي، چې په همدې موخه د بلخ ولایت عامې روغتیا ریاست سربېره د ګڼو نورو روغتیايي ادارو څخه لیدنې ترسره شوې او په ترڅ کې یې روغتیايي کارکوونکو ته اصلاحي بیانونه ترسره او د اسلامي اوامرو د تطبیق پر اهمیت کارکوونکو ته لارښوونې ترسره شوې.
