په ارزګان ولایت کې د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي ناسته تر سره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۳:۴۰
MOPH

په ارزګان ولایت کې د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس، الحاج ډاکټر عبدالقدوس بریالي له لوري د ولایتي همغږۍ ناسته ترسره شوه

د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز  رئیس، الحاج ډاکټر عبدالقدوس بریالي  ارزګان ولایت ته د خپل په ترڅ کې د پولیو له منځه وړلو بېړني ولایتي مرکز، د معافیت کتلوي ولایتي مسؤلینو، د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف او یو شمېر نورو بشري مؤسسو استازو سره ولایتي همغږۍ ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې د پولیو د بېړني عملیاتي مرکز رئیس د سیمه ییزو ټیمونو ترمنځ د ښې همغږۍ ستاینه وکړه او مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې په دې ولایت کې د ګوزڼ ناروغۍ واکسین کمپاینونو د غوره موډل د پلي کولو لپاره لاس په کار شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د لغمان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت له لوري د دې ولایت په مرکز کې د خوراکي توکو پلورنځيو او روغتيايي تأسیساتو څخه نظارت تر سره شو

د دې نظارت په ترڅ کې د خوراکي توکو له ۳ پلورنځيو، ۵ لابراتوارونو، ۵ کتنځايونو، ۱۳ قصابیو، ۹ نانوايانو او ۴ سلمانيو څخه هر اړخیز نظارت تر سره شو، چې پايله کې روغتيايي او تخنيکي ستونزې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

په بلخ کې د پوزې دننه تومور لومړنی انډوسکوپیک عملیات په بریالیتوب ترسره شو

د بلخ په ابو علي سینا بلخي سیمه ییز روغتون کې په لومړي ځل د پوزې دننه تومور انډوسکوپیک جراحي عملیات (Functional Endoscopic Sinus Surgery) په بریالۍ توګه ترسره شو

دغه عمليات د ياد. . .

BACK TO NEWS