د عامې روغتیا وزیر د کندز حوزوي روغتون له روغتیايي خدمتونه لیدنه ترسره کړه
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر محمدالله حکمت په ملتیا د کندز حوزوي روغتون له روغتیايي خدمتونه لیدنه ترسره کړه
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د کندز حوزوي روغتون له ټولو روغتیايي څانګو څخه د لیدنې سربېره د بستر ناروغانو څخه له نږدې لیدنه ترسره کړه.
د عامې روغتیا وزیر د یاد روغتون د روغتیايي کارکوونکو ستونزې او وړاندیزونه واورېده او د بشپړ حل ډاډ یې ورکړ.
ښاغلي وزیر همداراز د یاد روغتون کارکوونکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې ترسره او ژمنه یې وکړه، چې د دې روغتون د خدمتونو د لا معیاري کولو او د روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړونې برخې ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.
نوموړي همداراز د یوې ناستې په ترڅ کې د یاد روغتون کارکوونکو ته د معاشونو د لوړېدو په اړه وویل، موږ د یو منظم پلان له مخې یوه لایحه ترتیب کړې، چې له مخې یې ١٧ سوه انکشافي (NTA) بستونه متخصصینو ته ځانګړي شوي دي.