د عامې روغتیا وزیر د فرخار ولسوالۍ د روغتون څخه لیدنه تر سره کړه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د فرخار ولسوالۍ روغتون له خدمتونو لیدنه ترسره کړه
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د یاد روغتون له ټولو څانګو او ناروغانو څخه د نږدې لیدنې سربېره روغتیايي کارکوونکو ته د ناروغانو د ښې درملنې او غوره روغتیايي خدمتونو د وړاندې کېدو په موخه لازمې سپارښتنې ترسره کړې.