د عامې روغتیا وزیر د اروپایي اتحادیې شارژدافیرې روغتیايي خدماتو اړوند لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۷ - ۱۴:۱۴
MOPH

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د اروپایي اتحادیې شارژدافیرې رافایلا یودیچه سره د سرطاني ناروغانو د درملنې ، د دې ناروغۍ اړوند مراکزو د تمویل او تجهیز ، د معتادینو د درملنې ، په ولسوالیو کې د ولسوالۍ  د کچې روغتونو جوړولو او سوء تغذیه ماشومانو ته د روغتیايي خدماتو اړوند لیدنه او خبرې تر سره کړې!

اغلې رافیلا په خپلو خبرو کې په افغانستان کې له اداري فساد او د مخدره توکو سره د مبارزې او د معتادینو د درملنې اړوند د اسلامي امارت هڅې د ستاینې وړ وګڼلې او په وینا یې اماده دي چې د روغتیا په برخه کې لا همکار پاتې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د غزني او بادغیس ولایتي روغتونونو ته دوه پرمختللي اکسری ماشینونه وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د ۱۴۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت دوه پرمختللي اکسری ماشینونه پېرل شوي او د غزني او بادغیس ولایتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د سلیم نیچرل فابریکې اړوند ۳۵۲۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته درمل له منځه یووړل شول

یاد درمل چې دوه قلمه وو، یو قلم یې ۱۳ زره او ۳۰۰ بوتله او بل قلم یې ۷ زره بوتله درمل وو، چې د درملو د کیفیت کنټرول لابراتوار د ازموینو پایلو کې بې کیفیته او منفي ثابت شوي وو، د اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د خوړو او درملو معینیت اداري غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ د درملو اړوندو برخو رئیسانو، مشاورینو او تخنیکي، حقوقي او اداري متخصصینو سره اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

BACK TO NEWS